۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبه

دکورنیو چاروپه وزارت کی فساد دهلمند پولیسو ته ستونزی را ولاړی کړی دی.

دافغانستان دکورنیوچاروپه وزارت کي داري فساد له امله دهلمند پولیس په اداري برخه کي له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي .

ددي ولایت د ۷۰۷ ساحوي زون قوماندان وايي چي دمسلکي کسانو نشتون ، دافسرانو دمنظوري ځند ، درتبو دلوړیدو نه ورکړه ، دتخنیکي ټیم ، او درنو وسلونشتون هغه ستونزی دي چي دکوزنیوچارو وزارت ورته پاملرنه نده کړي .

خودکورنیوچارو دوزارت چارواکي هم داداري فساد ترڅنګ یادي ستونزي مني او وايی چي دوي يه دحل لپاره لاس په کاردي .

په هلمندکي د۷۰۷ ساحوي زون قوماندان پاسوال عصمت الله دولت زي وايي چي دکورنیوچاروپه وزارت کي د اداري فساد له امله ددوي کارونه له ګڼ شمیر ستونزوه مخ دي .

هغه وویل چي هلمند ته وزارت نوي پولیس رالیږي ، دده په ویناچي تجریبه نلری کاریي ندي کړی ، ددي پرځاي چي له دوي سره مرسته وکړي ددوي داږو بارشوي دي .

عصمت الله دولت زی زیاته کړه چي ددوي ستونزي وزارت نه ورته حل کوي او ددوي دافسرانو هغه منظوري په وخت نه ورته اجراکیږي ، چي ددوي له لوري ورته لیږل شوي وي .

هغه وویل که یوافسر خپل اسناد په خپله وزارت ته یوسي په دریوو ورځي کي يه کار ترسره کیږی اوکه ددوي له لوري ورته ولیږل شي بیا هغه اسناد شپږمیاشت وخت نیسی او وروسته ورک شی .

نوموړي زیاته کړه چي پولیس ددرنو وسلوپه برخه کي هم په پراخه کچه ستونزي لري چي وزارت ورته پاملرنه نده کړي .

همدارنګه دهلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وويل چي په هلمند كي پوليسوداامنيت په ټينګښت او دكوكنارو دكښت په مخنيوي كي خپلي هڅي دوامداره ساتلي .

هغه وویل چي ددوي دپولیسو هغه رتبي چي قانون ورکړي نه ورته اجراکیږی .

نوموړي له مرکزي دولت نه غوښتنه وکړه چي دپولیس ستونزو ته دي پوره پاملرنه وشي .

دافغا نستان دكورنيو چارو وزارت دجرمونوپروړاندي دمبارزې عمومي رئیس لوي پا سوال جميل جنبش هلمند ته دخپل سفر پرمهال له ګڼ شمیر امنیتي چارواکوسره له لیدني وروسته خبریالانوته دیادو ستونزو په اړه دکورنیوچاروپه وزارت کي داردي فساد ستونزه ومنل او زیاته یه کړه چي دحل لپاره یه کار کوي.

لوی پاسوال جمیل جنبش وویل، دکورنیوچارو وزارت پلان لري څوپه هلمندکي دپولیسوپه تجهیزاواکمال کي نورهم ډیروالي راولي او یادي ستونزی حل کړي .

که څه هم امنیتي چارواکي دپولیسوپه اداري برخه کي دګڼ شمیر ستونزو څخه سرټکوي خو دهلمند اوسیدونکي دپولیسو په لیکوکي داصلاحاتو او روزني څخه زیات خوښ دي .

هیچ نظری موجود نیست: