۱۳۹۷ مرداد ۲۳, سه‌شنبه

۱۱۹ باب مکاتب هنوز در ولایت هلمند مسدود اند.




مسئولین معارف در ولایت هلمند از بزرگان قومی میخواهند که در بازگشایی مکاتب مسدود با آنها کمک کنند.
این بزرگان قومی هلمند که وعده همکاری با کارمندان معارف را میدهند خود به سبب نا امنیها از ولسوالیهای شان به لشکرگاه آمدهاند و برگشت‌شان نامعلوم است.
ریاست معارف هلمند در یک جرگه عمومی شماری از بزرگان قومی، عالمان دینی و فعالین مدنی را از نقاط مختلف این ولایت جمع کرده تا در مورد بازگشایی مکاتب مسدود در نقاط مختلف این ولایت با آنها مشوره کند.
از اثر مسدود بودن مکاتب در هلمند حدود بیشتر ازصد هزار طفل درین ولایت از نعمت درس و تعلیم بی بهرهاند.
با اینکه ریاست معارف هلمند می گوید که برای شاگردان در سراسر این ولایت صنوف محلی را ایجاد نموده اند اما یک تعداد بزرگان محل میگویند که این تعداد صنوف صرف بروی کاغذ وجود دارد نه درعمل.
به گفته انان ریاست معارف حدودا ۱۰ تن معلمین اناث را با معاش هزار دلاری برای اموزش دختران به ولسوالیهای ناوه در بخش GPE گماشته اند، اما بجای  دختران مصروف تدریس به بچه ها اند.
گفته میشود از اثر مسدود بودن مکاتب در هلمند حدود صد هزار طفل درین ولایت از نعمت درس و تعلیم بی‌بهرهاند.
بر اساس ارقامی که ریاست معارف ولایت هلمند در دسترس رسانهها قرار دادهاست، از جمله ۴۰۲ باب مکتب موجود در هلمند ۱۱۹ آن مسدود اند.
گفته میشود که مخالفین مسلح دولت نیز با منسوبین معارف مشکل ندارند و از فعالیت مکاتب نیز خودشان نظارت میکنند.
اما محمد داود شاه صفاری رئیس معارف هلمند میگوید طالبان مسلح در بخش نظارت یا فعالیت این مکاتب با آنها مخالفت ندارند.
وی افزود:
"ما با مخالفین دولت به این توافق رسیدهایم که آنها با معارف کدام مشکلی ندارند یعنی کارمندان و مسئولین معارف هر وقتی که بخواهند میتوانند آنجا بروند، بررسی کنند و گزارشهای شان را بیاورند."
عدم موجودیت کتب کافی درسی، معلمین مسلکی و ترس مردم از نا امنیها نیز مشکلاتی اند که ریاست معارف هلمند با آنها مواجهاست.
براساس گزارش تازه کمیشنری عالی حقوق بشر سازمان ملل، در نتیجه عدم دسترسی به خدمات صحی و سایر نیازمندی های اولیه و همچنان ازدواج های قبل از وقت، سالانه در افغانستان 25 هزار زن در هنگام ولادت زندگی خود را از دست می دهند.

به اساس این گزارش، در سراسر افغانستان تنها 23 درصد مردم با آب آشامیدنی صحی دست رسی دارند، 24 درصد افغانهای زیر سن 15 سال قادر به خواندن و نوشتن هستند و 30 درصد شاگردان مکاتب مصروف کار و یگانه منبع درآمد خانواده های خود هستند.

فقر درافغانستان

دفتر کمیشنری عالی حقوق بشر سازمان ملل متحد می گوید که با سرازیر شدن نزدیک به 35 میلیارد دالر مساعدت جامعه جهانی طی هشت سال اخیر در افغانستان، هنوز یک سوم نفوس این کشور در زیر خط فقر قرار دارند.

نورا نایلند، نماینده کمیشنر عالی حقوق بشر سازمان ملل در کنفرانس خبری امروز در کابل با ارائه ی گزارش این سازمان، گفت فساد، تبعیض، معافیت، سوء استفاده از قدرت و درگیری ها از عوامل عمده تشدید فقر در افغانستان به شمار رفته که بیش از دو سوم افغانها را متاثر ساخته است.

نایلند می افزاید در حال حاضر 9 میلیون افغان که 36 درصد نفوس این کشور را تشکیل می دهد، در زیر خط فقر و 37 درصد دیگر بالای خط فقر قرار دارند که این جمعیت در برابر هرگونه حوادث مانند خشکسالی، سیلاب، زلزله، نبود خدمات صحی و درگیریها شدیدا آسیب پذیرند و متباقی نفوس این کشور دارای زندگی مرفه و نسبتا آرام می باشند.

در گزارش منتشره این سازمان آمده است که فساد و سوء استفاده از قدرت، عامل کلیدی فقر در افغانستان بوده و حکومت قادر نیست که خدمات اساسی مانند امنیت، غذا و سرپناه را به مردم عرضه کند.

این گزارش به دولت افغانستان پیشنهاد نموده است که برای فقرزدایی در کشور باید مبارزه جدی در برابر فساد، معافیت و سوء استفاده از قدرت را در اولویت برنامه های کاری قرار دهد.

مقامات سازمان ملل متحد در افغانستان از گسترش فقر در این کشور ابراز نگرانی کرده و می گویند فقر در افغانستان بیشتر از درگیری های مسلحانه باعث هلاکت مردم شده است.

نماینده کمیشتری عالی حقوق بشر سازمان ملل در افغانستان گفت تبعیض، تامین نشدن عدالت در ابعاد مختلف، سوء استفاده از قدرت، معافیت و تاکید بیش از حد روی نگرانیهای کوتاه مدت باعث تشدید فقر شده است.

وی فقر افغانستان را عدم داشتن زندگی مناسب و برخوردار شدن از اساسی ترین حقوق مانند فراگرفتن تعلیم، خدمات صحی و عدالت دانسته است.

در این گزارش سازمان ملل هم چنان گفته شده است که افغانستان دومین کشوری است که بلند ترین رقم مرگ و میر مادران را دارد.

۱۳۹۶ تیر ۲۰, سه‌شنبه

د سولې چانس ورځ تر بلې له لاسه ورکوو


د جون  میاشتې په ۲۱مه ۲۰۱۷، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې ښاغلي یاماماتو، په کابل کې دملګرو ملتونو استازي د سولې او افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه داځل سپينې څرګندونې درلودلي، هغه وویل: (( افغان سوله قوي اراده غواړي، حکومت باید په دي برخه کې ډیر څه وکړي، د سولې لپاره د ګاونډیو هیوادو مرسته اړینه ده، په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي حالت نور هم مخ په خرابیدو لورته روان دي، او اداري فساد لا هم لویه ننګونه ده))

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې اغلې میشل سیسون وویل: (( مریکا د افغانستان د حالاتو سیاسي او پوځي ارزونه کوي)
په  همدې غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې اغلې ملیحې وویل : (( سیاسي او پوځي هڅې يو وخت کې کار نه ورکوي، په کار ده چې یا خو د سولې او یا هم د جګړې تګلاره مخکې یوړل شي)).
اغلې ملیحې د  پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف  هغه خبره  تکرار کړه چې کال وړاندي  یې کړي وه: (( سوله او یا جګړه، یوه لاره غوره کول افغان حکومت ته په کار ده)).
په ورته وخت کې (۲۱ جون ۲۰۱۷)  د امریکا د ګانګرس ۴ غړو  ( روبین ګالیګو، ټیډ لیو، جان کونیر او جیمې پانیتا) مطبوعاتي ناسته وکړه او دفاع وزیر  مټیس جیمز ته یې لیک استولی، هغوی افغانستان ته د امریکایې پوځیانو له استولو سره مخالفت ښودلی، او د جګړې د ختمولو لاره یې سیاسي حل او خبرې  وبللي، دوی د امریکا – افغان نوي تګلاري  ۶ میاشتني ځنډ په اړه هم د ټرمپ له ادارې څخه سپیناوی غوښتی دی، ویلي یې دي چې موږ ( امریکایان)  په افغانستان کې ګټونکي نه یو.
“Secretary Mattis is right – we definitely aren’t winning in Afghanistan.  And it’s completely unacceptable that 6 months into the new administration, President Trump and his advisors still can’t agree on a strategy,” said Rep. Ruben Gallego, a member of the House Armed Services Committee and a Marine Corps combat veteran
په تیره فیبروري میاشت کې په افغانستان کې د امریکایې قواوو مشر نیکولسن ویلي وو چې د افغانستان جګړه بن بست حالت کي ده، او کوم پرمختګ نه لیدل کیږي.
بل لور بیا د امریکا استخباراتي ادارې راپور ورکوي چې ددوی اټکل کوي چې په ۲۰۱۸ کې به د افغانستان حالت ډیر خراب شي.

لیکوال او شناند

نظرمحمد مطمئن

۱۳۹۶ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

هلمند کې د شهید شوي خبریال عبدالصمد روحاني نهم تلین په مناسبت د قرانکریم ختم وشو.

هلمند کې د ازادو خبریالانو ټولنې لخوا د شهید عبدالصمد روحاني د نهم تلین  په مناسبت سره  چې د جوزا دمیاشتي له  ۱۹ مي  سره برابره ده، د قران کریم  ختم  شو او ټولو شهیدانو ته د مغفرت  دعا وشوه.

دې ولایت کې  په تیرو نهه  کلونو کې دری د ملي رسنیو خبریالان اودوه دمحلي رسنیو کار کونکي په بیلا بیلو امنیتي پیښو کې شهیدان  شوي دي، چې پخوا به يې د تلین  په مناسبت  غونډي کیدي او له مسولینو به  د هغوی د قاتلینو د نیولو کیدو غوښتنې کیدي، خو دغه غوښتنې  به یوازي   په ژمنو پایته ورسیدلي.
سږکال د ټولو خبریالانو تلینونه په یوه  نېټه  د غونډې په ځای قران کریم دختم   وشو او دهغوی پاکو روحونو ته  دعاوي وشوي، دخبریالانو دټولنې مسولینو وویل(( موږ نور نه غواړو له چارواکو بي ځایه  او تشي ژمني واخلو بلکي  دا ښه بولو چې د خپلو شیهد  شويو خبریالانو د ثواب په موخه د قران کریم ختم وکړو)).
هغوی له خپل همسلکانو غوښتنه وکړه چې د خپل امنیت دساتلو په موخه  د کار پرمهال، کور ته د تلو راتلو او ټول  وختونو کې د خپل ځانونو او خپلو کورنیو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
خبریالانو ژمنه وکړه چې د بیان ازادۍ او د مطبوعاتو ودې ته به دوام ورکوي او په دې برخه کې له چاه څخه ویره نلري، چې د ځيني  کړنیو او ډلو په غوښتنه خپل خبرونه جوړ او یايې  پریږ دي.
دیاولوده، نهه کاله وړاندي عبدالصمد روحاني چې له بي،بي،سي او پژواک اژانس  سره يې د خبریال په  صفت دنده ترسره کوله، د جوزا  په ۱۷ له ښار څخه لادرکه شو  یوه ورځ وروسته  يې د ښار په یوه څنډه  (بولان هدیره کې) جسد وموندل شو او په ۱۹ مه نیټه مارجي ولسوالۍ ته خارونو ته وسپارل شو.
تر هغه وروسته د نیویارک ټیمز خبریال نور احمد نوري د۲۰۱۴ کال دلومړۍ میاشتي په ۲۱مه نېټه  په مرموز ډول ووژل شو او تیر میلادي کال د نومبر دمیاشتي په څلورمه داریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر د لښکرګاه  ښار دوهمه امنیتي حوزه کې چې د جګړې لومړۍ کرښه وه د ماین  په چاودنه کې ووژل شول.


د محلي رسنیو کار کونکي هریو عبدالهادي همدرد هم دماین په چاودنه کې د په ګرشک ولسوالۍ کې او ممثل  نظرمحمد مجنونیار هم د همدي ولسوالۍ په نهرسراج سیمه کې دایساف په یوه برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

طالبان ولي له کرزي سره خبرې نه کوي؟


ولس مشر کرزي له کال ۲۰۰۵ څخه تراوسه پوري ۲۳ کرته شخصا طالبانوته دسولې وړاندیز کړی خو طالبانو دنوموړي غوښتونوته منفي ځواب ویلی اوله نوموړي سره خبروکولوته هیڅ تياری نه دی ښودلی.
داچې ښاغلی کرزي ترکومه بریده په دغو وړاندیزونوکې ریښتونی او نوموړی څومره دداشانې وړاندیزونو صلاحیت لري په لاندې لیکنه کې ورباندې بحث کیږي .
الف : په سوله ایزو وړاندېزونوکې دښاغلي کرزي ریښتینولي.
ښاغلي کرزی دافغانستان دولس مشر په توګه په داسې حال کې طالبانوته دسولې وړاندیز کوي چې په عملي لحاظ يې دهغوئ په مقابل کې خپلې ټولې پوځي هڅې جاري او ګړندۍ ساتلې چې دغه پوځې هڅې عبارت دي له :
۱ـ له بهرنیو ځواکونوسره دطالبانو خلاف دشپنیو عملیاتو پلان طرح کول .
۲ـ له امریکایانو سره دپوځي استرتیژیک تړون لاسلیکول .
۳ـ دطالبانو خلاف داربکي سازي افغان وژونکي پروسې ایجادول.
۴ـ دهیواد په زندانونو په تیره څرخي پله  اوبګرام محبس کې له طالبانو سره دمرستي په تور په زرګونه افغانان بنديانول.
که ښاغلی کرزی واقعا له طالبانو سره دسولې په خبروکې صادق وای نو لومړی به يې په خپله دجګړې دعواملو په له منځه وړلوکې اقدام کړی وای بیابه یې طالبانوته دسولې دعوت ورکړای وای .
اوس که دښاغلي کرزي پورتنیو څلورو عملي اقداماتو ته وکتل شي او بیا دهغو په ترڅ کې د دده وړاندیزونه ولیدل شي نو هغه په بشپړه توګه یودبل ضد مالومیږي .
دبیلګې په توګه دسولې دوړاندیزونو په وخت کې داربکي سازي (افغان جنګي) جګړه ییزه پروسه چې دکرزي لخوا په افغانستان کې ایجاد شوه  دسولې په ځای يې څومره دافغانانو په منځ کې دجګړې ساحه پراخه کړه؟
همدغې خطرناکې طرحې په ډیرې لويې پیمانې دسولې په ځای دجګړې شدت او پراخوالې ته زمینه مساعده کړه ؛اوپه کوموسیموکې چې دغه پروسه پلې شوې هالته قطع نظر له دینه چې دامنیت په ټینګښت کې ښه والی راشي دجګړې لمن پراخه شوې او دافغانانو ستونزې ورسره زیاتې شوې.
همداشان ښاغلي کرزي له همدغوسوله ییزو شعارونوسره جوخت له یوې خوا له بهرنیو ځواکونوسره دشپنیو عملیاتو موافقه لاسلیک کړه  له بلې خوا په هرمجلس کې دبهرنیانو لخوا دافغانانو دوژنې اودشپي مهال دهغوئ دکورونو دتلاشي خلاف شعارونه ورکوي .
همداراز له امریکایانو سره داستراتيژک تړون لاسلیکول ماسیوا له دې چې په اقلیمي او محلي کچه یې جګړې ته دګرمیدو زمینه مساعده کړه بله هیڅ ګټه يې افغانستان او افغانانو ته نه ده رسولې ،ځکه دهیواد په ختیځ او لویډیځوبرخوکې دپاکستان او ایران لخوا توغندي بریدونه او په صفري نقطو دهغوئ ښکار تیری ددغه تړون له لاسلیکولو وروسته پیل شول.
ب : دسولې په وړاندیزونوکې دکرزي صلاحیت
افغانستان له تیرو دری نیمولسیزو راهیسې دجګړې په اورکې سوځې دغې اوږدې کور ورانوونکې جګړې ته دپاي ټکی ښودل څه عادي خبره نه ده ، طالبان هم داخبره کوي  چې دافغاني لانجې دهواري په غرض چې کومې خبرې  ترسره کيږي هغه بايد داسې خبرې وې چې په يوې مثبتې نتيجې پايته ورسيږي ، او مثبته نتيجه هغه وخت ترلاسه کيدای شي چې دمذاکراتو جانبين  له خپلواکې ،موثريت او استقلال څخه برخمن وي چې له بده مرغه  دښاغلي کرزي په خواکې  دغه  دری اساسي شرائط يو هم نشته ؛ ځکه نوموړي  په خپلې يولس کلنې واکمنۍ کې  نه دبهرنيانو له بمباري څخه خپل ولس وژغورلی شو،نه يې دافغانستان په سرحدونو دګاونډيو ملکونو(پاکستان اوايران) دتجاوزونو مخنيوای وکړای شو ،اونه يې په خپله اداره کې داداري فساد په خلاف دصادرکړي فرمان تطبيق وکړای شو چې له دغو ټولو نيمګړتياووڅخه اصلا دکرزي عدم صلاحيت،نه موثريت او استقلاليت جوت مالوميږي .
په پورتنيو وجوهاتو علاوه دښاغلي کرزي حکومت اصلا دحکومت په ځای ديوه سهامي شرکت بڼه لري چې دهغه په پارلمان اوکابينه کې دګاونډيو په شمول دامريکا ،بريتانيا،المان،کاناډااوځينو نورو مقتدروهيوادونو سهم جلاجلامعلوم دی،چې ددغو مختلف الاضلاع  فکرونو او نظرونو موجوديت هم ددې لامل ګرځيدلای چې  دنوموړي هيڅ نظر اوفرمان د ده دسهامي انډيولانو له خوښې پرته دتنفيذ وړتيا ومومي .
دکرزي په حکومت کې له شمالي ټلوالې سره دکليدي وزارتونو (دفاع ،داخله اوامنيت ) شتون  اويا يې په هغوئ کې نفوذ بله هغه ستونزه ده چې دکرزي دخود ارادیت په مقابل کې تل خنډ ګرځيدلی او نوموړی  تراوسه په دې نه دی توانيدلی چې هغه غوښتنې ورباندې ومنلی شي کوم چې دی يې دولس مشر په توګه عملي کول غواړي.
همداشان دکرزي او دهغه دبهرنيوملاتړو ترمنځ په کارونوکې نه همغږي هغه ستونزه ده چې دکرزي خپلواکي يې له منځه وړی ؛ ځکه کرزی دافغانستان دولس مشر په حیث طالبانو ته دسولې دعوت ورکوي ،خو په عين مهال کې امريکايان دهغوئ په خلاف پوځي عمليات اعلانوي، همداراز کرزی په خپلو مرکو اوڅرګندونوکې له طالبانوسره دسولې خبرې مطرح کوي خو دکابینې غړې وزیران يي بیا همزمان په خپلو سيموکې له طالبانوسره دجګړې لپاره نوي وسلې ويشي .
همداراز ښاغلی کرزی له طالبانوسره دخبرو په اړه يوثابت دريځ نه لري ،کله هغوئ خپل وروڼه بولي ،کله يې تاريخي مجرمين  اوکله يې هم دپاکستان لمسوونکي.
دغه ټول هغه وجوهات دی چې له ښاغلي کرزي څخه یې هغه واک او صلاحیت سلب کړی کوم چې یو قانوني ولس مشر تري برخمن وي اودغه دواک سلبیت یې  دګوشتې په سرحدې سیمه باندې دپاکستاني ځواکونو دښکاره تیري په مهال هرچاته څرګندشو.
ددې په ځای چې ښاغلی کرزی دګوشتې په موضوع کې دهیواد دوسله وال پوځ داعلی سرقومندان په حیث دخپل هیواد دارضي تمامیت په اړه دپاکستان دتیري په مقابل کې اقدام وکړی نوموړي بارک اوباماته لیک ولیږو او دپاکستاني ځواکونو دتیري شکایت يي ورته وکړچې هغه ورباندې ځان هم خبرنه کړ.
که ښاغلی کرزي په دې اړه دملګرو ملتونو سازمان ته لیږلي وای او دپاکستان له تیري يي شکایت کړی وای بیاهم یوه خبره وه خو باراک اوباماته يي لیک لیږنه هیڅ قانوني توجیه نه لري .
یواځې طالبان نه دي چې دکرزي حکومت ته دیوه قانوني حکومت په سترګه نه ګوري بلکې امریکایان هم نور نه غواړي دهغه له حکومت سره دیوه خپلواک حکومت په توګه تعامل وکړي، چې دهغوئ لخوا له کرزي سره داستراتیژیک تړون دلاسلیکولو ځنډول یې یوه بیلګه یادولی شو.
طالبان دکرزي دغو نيمګړتياوته په کتلوسره په دې پوهيږي چې دکرزي په حکومت کې داجراآتو واک  له کرزي پرته له متعددو بهرنيو او داخلي لوريوسره دی اودده په خوله دسولې په خبروکې ګډن  له  فضيحت پرته بله هيڅ ګټه نه لري.
په قطرکې دطالبانو د دفتر په خلاف دکرزي تخریبوونکې هڅې.
ځيني شنونکي په دې اند دي چې طالبان اصلا په سوله اوسوله ييزو مذاکراتو باورنه لري ،همدا لامل دی چې تل دکرزي دغوښتنوپه مقابل کې منفي نظر وړاندې کوي او له هغه سره خبروته نه حاضريږي ،خوپه قطرکې دطالبانو د دفترموجوديت بيا ددغه نظر ناسموالی ثابتوي ، طالبانو په داسې حال کې چې مشران يي په نړيواله کچه تر تعقيب لاندې دي په ډيروسختوشرائطوکې وکړای شول چې  دقضيې له اصلي لوري امريکايانوسره دقضيې دهواري لپاره په قطرکې مذاکرات پيل کړي .
ولس مشر کرزی چې له یوې خوا له طالبانو سره دسولې دمذاکراتو دعوه لري له بلې خوايې له امریکایانو څخه شکایت پیل کړ چې ولي دده له خبرتیا پرته له طالبانوسره په قطرکې مذاکرات پیل کړي؟.
دقطر دفتر چې خپله دطالبانو په ابتکار له امریکایانوسره دمذاکراتو لپاره ایجادشوی او عملا ورکې له امریکایانوسره مقدماتې خبرې هم ترسره شوې ښاغلی کرزي ډیر داهڅه وکړه  چې هغه دطالبانو په مخ بند کړی ،خولکه چې د دې دفتر په ایجاد کې  ښاغلي کرزي موثریت نه درلود  نو په بندولوکې یې هم څه نشي کولای .
ښاغلي کرزي په خپل ټول توان داهڅه وکړه  چې دطالبانو په مخ له بهرنۍ نړۍ سره دتماس دغه یواځیني ادرس وتړي خو ونه توانيده ،اودنوموړي له مخالفت سره سره طالبانووکړای شول چې له همدې دفتره دجاپان اوپاريس په موثرو کنفرانسونوکې ګډون وکړي او خپل دسولې پیغام نړیوالوته ورسوي ، همداشان طالبانو وکړای شول له دغه دفترڅخه دمنځني اسیا له ځینو هیوادونوسره درابطې لاره جوړه کړي چې په دې اړه يې دیادولو وړپرمختګ کړی تردي چې ددغو هلو ځلو له امله په پام کې وه چې په ترکمنستان هیواد کې دپاریس کانفرانس په څیر یوسوله ييز نړیوال کانفرانس دائر کړای شي چې په هغه کې دطالبانو ،کابل حکومت او ملګرو ملتونو په شمول دافغاني قضي نور ښکیل اړخونه هم ګډون وکړي، خوښاغلی کرزی سره له دي چې ځان دسولې لومړی نمبرمدعي معرفي کوي دهمدغه کانفرانس د مخنیوي عامل وګرځیدو.
طالبانو په همدې دفترکې له امریکایانوسره مقدماتي خبرې پیل کړي ،خوکله چې یې ولیدل چې امریکایان له دغو خبرو څخه یواځي خپل مصلحت غواړي نو يي سمدستي هغه وځنډولې.
که چیري طالبانو دمعامله ګري او سازش تګلاره خوښولی نو امریکایان له هغوئ سره بلکل معاملې ته تیارول ، هغه په دې توګه چې طالبان په دې راضي کړې چې په ځینو مواردوکې په افغانستان کې دامریکایانو شتون ومني په مقابل کې به يي امریکایان دقدرت واک دکرزي په ځای هغوئ ته وسپاري ، چې په دې سره به دبهرنیو ځواکونو تروتلو وروسته دهمدې معاهدې ترمخ امریکایان دخپلو مصالحو ترلاسه کولولپاره په خپلو اډوکې محفوظ وي او طالبان به دواک دتصاحب په غرض دهیواد له نورو سیاسي ګوندونوسره په مقابله لګیاوي او جګړه به همداسې دوامداره وي.
دا اودیته ورته ځیني نور موضوعات ول چې طالبان دهغوئ منلوته نشول اماده او دهغه په ځای يي له امریکایانوسره خبرې وځنډولې.
دکرزي دهڅو برخلاف په قطرکې دطالبانو فعالیت.
دطالبانو لخوا دقطر دفتر له امریکایانو سره دخبرو لپاره ایجاد شوی ، سره له دې چې اوس په نوموړي دفترکې له امریکایانوسره خبرې دطالبانو لخوا ځنډیدلې خو طالبان  له نوموړي دفتر څخه خپل نوراساسي کارونه په ښه موفقیت پرمخ بیايي.
دبیلګې په توګه طالبانو دهمدغه دفترله لارې جاپان او پاریس ته لاره پیداکړه، همداشان یې دمنځنۍ آسیا له ځینو هیوادونوسره له همدې دفترڅخه روابط قائم کړل ، دسعودي په شمول ټولو خلیجې هیوادونوته يي سفرونه دهمدې دفتر په وسیله تنظیمیږي ، دافغانستان په قضیه کې له ځینو مطرحو سیاسي شخصیتونو سره يي مجلسونو او مشورې د همدې دفترله لارې کیږي اوله بهرنۍ نړۍ سره دتعامل تګلاره یې له همدغه دفتره طرح کیږي...
دطالبانو لپاره داهغه اساسي کارونه دي چې په قطرکې دکرزي سفیريي له خپل ټول رسمي ديبلوماتیک حیثیت سره نشوای ترسره کولی او نه په نړیوالو رسنیوکې ورته دومره په اهمیت کتل کیږي.
داچې نړیوالې رسنۍ ولي دقطر د دفتر له کارکوونکوسره مرکې نه کوي او یاولي دغه کارکوونکي ورسره مرکوته نه حاضریږي د دې لامل دوه شیان دي :
لومړی داچې طالبان په طبیعي لحاظ له رسنیو سره دخبروکولو ډیر شوقیان نه دی.
دوهم داچې په طالبانو کې له رسنیوسره هرڅوک دخبرو کولو صلاحیت نه لري او یواځې هغه څوک دامسؤلیت په مخ وړي چاته چې په دې اړه رسمي دنده سپارل شوی وي، له نړیوالو رسنیو سره دطالبانو دپالیسي رسمي ویندویان دوتنه (ښاغلی مجاهد او قاري یوسف) مشخص شوي چې دقطر ددفتر په استازیتوب هم یواځې دغه دوه تنه دخبرو مسؤلیت لري ، او هغوئ وخت په وخت د قطر ددفتر دفعالیت او پرمختګونو په اړه له رسنیوسره څرګندونې لري .
دقطر ددفتر په اړه دښاغلي کرزي وروستۍ هڅې.
وروسته تردې چې ښاغلی کرزی دطالبانو دقطر د دفتر په بندولو کې پاتې راغی نو يې له طالبانو څخه وغوښتل چې رسما دې  ددې دفتر منسوبین دده ادارې ته معرفي کړي ، خوکله چې یې په دې اړه دطالبانو غبرګون ترلاسه نکړای شو بیايې ددې دفتر په خلاف دا تبلیغات پیل کړل چې ګواکې هغه دطالبانو له قیادت نه سیوا په مستقله توګه کارکوي او ددې دفتر مشر طیب اغا له خپلې دندې استعفاء ورکړي..
خوطالبانو دنوموړي په دې هرڅه غوږ نه وګراوو ترڅو خپله دیته مجبورشو چې قطرته سفروکړي او هالته دقطر له چارواکو وغواړي چې یادې دطالبانو په دفتر دده دحکومت واکمني ومني اویادې هغه وتړي، خو دقطري چارواکولخوايي داغوښتنه هم ونه منل شوه. ښاغلي کرزي قطر هیواد ته په خپل وروستي سفرکې له الجزیرې سره په خپلې مرکې کې په مکرر ډول داخبره تکرارکړه چې زمونږ او طالبانو ترمنځ مذاکرت جریان لري ،حال داچې دده داخبره هیڅ حقیقت نه لري ؛ځکه طالبانو دده ترورتګ له مخه له نوموړي سره دخپل هرراز ملاقات او خبرو پروګرام ردکړ.
ولس مشر کرزي دغه سفر هم له طالبانو سره دسولې دخبرو دترسره کولو په نیت ترسره کړ ،خوکله چې طالبانو درسمې بیانيې په صادرولو سره  دهغه له لیدو څخه انکار وکړ نو د نوموړې وروستۍ هڅه هم ناکامه او همداسې بغیر له کومې لاسته رواړنې کابل ته راستون شو.
خلاصه:
په لنډه توګه که له طالبانو سره دسولې په اړه دښاغلي کرزي هلو ځلوته په دقیق نظر وکتل شي نو هغه دسولې راوستلو په ځاي دسولې دتخریبولو په معنا دي ؛ځکه نوموړی له طالبانو څخه دسولې ترنامه لاندې دهغوئ دتسلیمي غوښتنه کوي ،اوهغه په دې توګه چې هغوئ ته وايي چې تاسي راشئ زما قانون اساسي ومنئ، زمادحکومت په خلاف له مقاومت نه لاس واخلئ او وسله په ځمکه کیږدئ... چې داټول دلالتا اوصراحتا دتسلیمي مانا ورکوي نه دسولې .
لهذا دکرزي لخوا دسولي په نوم ټولې هلې ځلې دسولې له عالي شورارانیولې دکرزي تر وړاندیزونو پوري یواځې دخلګو تیرایستلو او دامریکايي ډالرودحیف ومیل لپاره یوه پروژه ده چې په هیڅ ډول ورڅخه دسولې ټینګښت متوقع نه دی.
ځکه له  تیرو ۷ کلونوراهیسې ښاغلی کرزی له یوې خوا طالبانو ته دسولې ترنامه لاندې دتسلیمي بلنه ورکوي اوله بلې خوا دی په خپله دجګړې دتودولو او اوږدولو هڅې کوي .
طالبان هم چې نن یې دامریکي په شمول دنړۍ دمقتدر پوځي ځواک (ناټو) دماتولو خمار په مغزوکې ګرځي له کرزي سره دخبرو په ځای دپخواني کمونیست رژیم فقید مشر ډاکټرنجیب په څیردهغه د راځړولو دځای په لټه کې دي ...
دابه وروسته مالومه شي چې تقدیر دچاپه اړه دبري پریکړه کوي ، خو ښکاره قرائن اونښې داجوته وي چې نور دکرزي اودهغوئ دبهرنیو ماتې خوړلو ملاتړو دواکمنۍ شیبې په هیوادکې داوږدیدو چانس نه لري 
عبدالرحیم ثاقب