۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبه

په هلمند كې دښځو پر وړاندې دتاوتريخوالي پيښې تر پخوا ډيرې څرګنديږي.




ددې ولايت دښځو چارو ريسې دهغې غونډې پر مهال دا خبره كړې چې دښځو دستونزو دهواري په موخه جوړه شوې وه.

دهلمند والي هم ويلي چې دټول هيواد په كچه په هلمند كې دښځو لپاره زمينه برابره ده او له هغوي يې غوښتنه كړې چې په ولايتي اداره كې رياستونو او نورو ادارو ته ځانونه ونوموي.

په هغه غونډه كې چې په هلمند كې دښځو پر وړاندې دتاوتريخوالي دله منځه وړو په موخه جوړه شوې وه دهلمند والي محمد ګلاب منګل او په ولسي جرګه كې دهلمند دخلكو استازې نسيمې نيازۍ به ګډون شا او خوا دوه سوه ښځو شتون لاره.

دښځو چارو ريسې فوزېې علومې وويل لا اوس هم په هلمند كې دښځو پر وړاندې دتاوتريخوالي پيښې په زور كې دي او وايي چې ډيرې يې دښځو له خوا به ښځو تر سره كيږي.

علومي وايي په هلمند كې لا اوس هم دښځو پر وړاندې له ناوړه دوديزو كړنو كار اخستل كيږي چې هغوي يې دځان سوځونې تر كچې رسولې دي.

رييسه دخپلو كړونو او پرمختګونو په اړه وايي چې دپخوا په پرتله يې ډير كار كړي او په سينګين،ګرمسېر،ناوه،نادعلي او ګرشك ولسواليو كې يې دښځو لپاره په ډيرو برخو كې پروژې او پروګرامونه پلي كړي دي خو غوښتنه كوي چې دبهرنيانو دولايتي بيا رغونې ټيم دې په خپل سر ښځو ته پروژې نه وركوي او هر څه چې وي دولايت او وزارت په پوره همغږي او پلان سره دې تر سره شي.

په همدې مهال دغونډې ګډونوالو ښځو هم په بيلابيلو برخوكې دهلمند له والي او نورو لوړ پوړو چارواكونه دستونزو دهواري غوښتنې وكړې.

دهلمند والي محمد ګلاب منګل هم وايي چې دوديزو كړنو په هلمند كې دنورو ولايتونو په پرتله له ښځو زيات حقونه اخستې دي.

هغه وايي كله ناكله هم په دې ټولنه كې تر اسلام دود او ورواج ته لمړيتوب وركول كيږي چې دښځو ژوند يې له ډيرو ستونزو سره مخ كړى دى.

والي وايي دټول هيوادپه كچه په هلمند كې دښځو لپاره دكار كولو او نورو اړتياوو دپوره كولو زمينه برابره ده او له ښځو يې غوښتنه وكړه چې دولايتي ادارو لپاره ځانونه ونوموي.

په هلمند كې دښځو چارو ريسه علومي وايي چې دتيرو كلونوپه پرتله په هلمندكې دښځو پر وړاندې دتاوتريخوالي ستونزې ډيرې ښكاره شوي دي او زياتوي چې په روان كال كې يوه دځان سوځونې او شا او خوا پنځوس له كوره دتيښتې پيښې رامنځ ته شوې دي.

هیچ نظری موجود نیست: