۱۳۹۰ بهمن ۲۲, شنبه

دهلمند دموسی کلا ولسوالۍ اوسیدونکي دلويي لاري دپرانیستلو غوښتنه کوي .


دغه اوسیدونکي وايي دشیانو بيي دلاري دبندیدو له امله لوړي دي او دوي یه له ګڼوستونزو سره مخ کړي دي .

بل خوا امنیتي چارواکي بیاوايي دموسی کلا او ګریشک ولسوالیو ترمینځ لویه لاره به په نیږدي ورځوکي پرانیزي .

موسی کلا ولسوالي چي له مرکزلښکرګاه څخه په نیږدي ۱۶۰ کیلومتري کي پرته سیمه ده اوسیدونکي وايي دولسوالۍ په بازار کي شیان لوړي بيي لري او دوي نسی کولاي په هغه لاره چي ترګریشک ولسوالۍ پوري غځیدلي ده په اساني ، تګ راتګ وکړي .

دوي وايی په لاره امنیتی ستونزی او دماین خطرونه ددي لامل شوي چي خلک له ګڼوستونزو سره مخ کړي .

دوي غوښتنه کوي امنیتي اورګانونه دي په همدي لاره امنیتي پوستي جوړي او لاره دي خوندي کړي .

دموسی کلا ولسوالۍ دلاري دامنیتي ستونزو په اړه ددوي ولايت امنیه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي دموسی کلا ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ دلاري امنیت ترخپلي سیمي پوري تامین کړي ، خو امنیتي پوستي یه ندي پکي ځای پرځای کړي .

هغه وویل چي دوي غواړي دپولیسوامنیتي پوستي په نیږدي وخت کي په همدی لاره ځای پرځای کړي ترڅو لاره امنیت او دخلکو ستونزه حل سي .

الهام زیاته کړه دهغه لارو په وړاندي چي امنیتي ستونزي شتون ولري دوۍ پولیسوته دنده ورکړې ترڅو دولسوالیوټولي لاري امنیت کړي .

همدرانګه څه موده وړاندي دنوزاد ولسوالۍ اوسیدونکي هم دلاري دامنیت له ستونزو سره مخوه ، هغه وخت چارواکو دلاري دپرانیستلو ژمنه کړي وه چي تري دمه یه څرک نه ترسترګو کیږی .

هیچ نظری موجود نیست: