۱۳۹۰ آذر ۲۳, چهارشنبه

په هلمند كې د ماشومانود روزنې اواصلاح د مركزد ودانى د بنسټ ډبره كيښودل شوه.

ځایی چارواکی وایی چی دغه ودانی دڅه باندی نهه سوه زره امریکایی ډالروپه مالی لګښت دیوه کال په موده کی جوړیږی .

دهمدی مركزد بنسټ ډبره د چهارشنبې په ورځ په لښكرگاه كې د مركزي محبس څنگ ته د هلمند د والي محمد گلاب منگل،د مشرانواوولسي جرگې دی ولایت ته د راغلواستازولخوا د يولړمراسموپه ترڅ كې كيښودل شوه.

د هلمند والي محمد گلاب منگل دهمدی ودانی دبنسټ دډبری دایښودلوپرمهال خبریالانوته وویل چې دغه مركزد برطانيې هيواد په مالي مرسته د څه باندې نهه سوه زره امريكايي ډالروپه لگښت د يوكال په مود ه كې په لښكرگاه كې د ميشتې ولايتي بيارغونې ډلې يا پي آرټي لخوا جوړيږي .

دوالی په وینا چې پكې د خوړنتون،روزنځاى،هستوگنې اونورې ټولې آسانتياوې په پام كې نيول شوې دي.

د ده په وينا چې دغه ودانى د هغه بنديانولپاره ځانگړې شوې چې عمريې له اتلسوكلونوڅخه كم وي اود هربندي به وروسته د اتلس كاله عمرپه پوره كولوسره كه اړتيا وه لوى محبس ته ليږل كيږي.

په دی ولایت کی دعدلیی ریس حاجی محمد طیب دودانی په جوړیدو خوښ دی او وایی چی دوی ړاندی تر دی دځای له زیاتوستونزو سره مخ وه .

دهغه په خبره چی دوی ددی ودانی دجوړیدولپاره زیاتی هڅی کړی ترڅو مرسته کوونکی دی اماده کړی چی دوی ته یاده ودانی جوړه کړی .

د يادونې وړده چې دا مهال په هلمند كې د ماشومانود اصلاح اوروزنې په مركزكې ټول ټال ۵۷تنه چې يوه پكې نجلى ، اوپاته نورټول هلکان دی . دچارواکوپه خبره چی ډيری شمیر یه ساسی زندانیان دی .

هیچ نظری موجود نیست: