۱۳۸۹ مهر ۱۲, دوشنبه

په نادعلي ولسوالى كي دناټو په هوايې بريد كي ۱۶ طالبان اودري ملكي وګړی وژل شویدی.


دغه پيښي دشنبي په ورځ ناوخته په داسي حال رامنځته شوي چې ناټو ځواكونو د وسلوالو طالبان په يوه شورا هوايې بريد وكړ
په ياده پيښه كي دنادعلي ولسوالۍ دټولنيزي شوراه يو غړى هم وژل شوى دى .
وړاندي تر دي دنادعلي امنيه قوماندان دپنځه ويشت وسلوالو طالبآنو دوژلو خبر وركړى وو.
په دي اړه نور حال زموږ همكا ر راكوي.

دهلمند امينه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګارديكشنبي په ورځ په لښكرګاه كي خبريالانو ته وويل چې دغه بريد تيره ورځ دنادعلي ولسوالى دسيد اباد په سميه كي دوسلوالوطالبانو په يوه جوړه شوي شوراه کی تر سره شوى دى.
قوماندان وويل چې ددې هوايي بريد په ترڅ كي څلور طالب قوماندانان له خپلو ۱۲ ملګرو او دري ملكي وګړو سر وژل شوي دي .
انګار زياته كړ چې په ياد بريد كي څلورنور ملكې وګړي ټپيان شوي هم دي.

امنيه قوماندان زياته كړه چې دطالبانو ددغه شورا مشري دانورسديس په نوم یوطالب قوماندان كوله چي ورسره درې نور طالب قوماندانان دملابلوڅ،ملاجانان،او د ملاحاجي په نوم هم وژل شوي دي.
په همدي اړه په لښكرګاه كي دايمريجنسي روغتون ځيني ډاكتران وايې چې له نادعلي څخه دوى ته څلور ټپيان دملكي وګړو راغلي خو يوه يې په روغتون كي دژورو ټپونو له امله ساه وركړه.
دسيد اباد دكلي ځايې اسيدونكي وايې چي په دغه پيښه كي د ځايې ټولنيزي شوراه يو تن غړى حبيب الله هم وژل شوى دى .
دوي وايې طالبانود شوراه غړی ددي لپاره راټول كړي وه چې له خلكو څخه هغه پيسي واخلي چي دكانالونو او ويالو دپاكولو په موخه له يوشمير موسيساتو څخه تر لاسه كړي وي
د ټولنيزې شورا یو غړي وويل چې په پروني بمبار کې ١٨ تنه وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان دي ، چې په کې يو شمېر ملکي وګړي هم شامل دي.
د نظرمحمد په نامه يو تن ځايي اوسېدونكى بياوايي، چې او سمهال په سيمه كې ۱۲جسدونه پراته دي ، چې د پېژندګلوۍ نه دي .

وسلوالو طالبانو په دي اړه تر دي دمه كومه تبصيره نه ده كړي خو ددوي وياند قاري يو سف احمدي وايې چي د ګرشك ولسوالي دمالګير په سميه كي يي په بهرنيو ځواكونو دځان وژونكۍ بريد كړي چي په ترڅ يې شپږ بهرنيان وژلي او ۸ نور يې ټپيان كړي دي
خو دګرشك امينه قوماندان لومړى بريدمن زمرى يوازي چاودنه منې وايې چي په دي اړه زيات معلومات نه لري.

هیچ نظری موجود نیست: