۱۳۹۶ تیر ۲۰, سه‌شنبه

د سولې چانس ورځ تر بلې له لاسه ورکوو


د جون  میاشتې په ۲۱مه ۲۰۱۷، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې ښاغلي یاماماتو، په کابل کې دملګرو ملتونو استازي د سولې او افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه داځل سپينې څرګندونې درلودلي، هغه وویل: (( افغان سوله قوي اراده غواړي، حکومت باید په دي برخه کې ډیر څه وکړي، د سولې لپاره د ګاونډیو هیوادو مرسته اړینه ده، په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي حالت نور هم مخ په خرابیدو لورته روان دي، او اداري فساد لا هم لویه ننګونه ده))

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې اغلې میشل سیسون وویل: (( مریکا د افغانستان د حالاتو سیاسي او پوځي ارزونه کوي)
په  همدې غونډه کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې اغلې ملیحې وویل : (( سیاسي او پوځي هڅې يو وخت کې کار نه ورکوي، په کار ده چې یا خو د سولې او یا هم د جګړې تګلاره مخکې یوړل شي)).
اغلې ملیحې د  پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف  هغه خبره  تکرار کړه چې کال وړاندي  یې کړي وه: (( سوله او یا جګړه، یوه لاره غوره کول افغان حکومت ته په کار ده)).
په ورته وخت کې (۲۱ جون ۲۰۱۷)  د امریکا د ګانګرس ۴ غړو  ( روبین ګالیګو، ټیډ لیو، جان کونیر او جیمې پانیتا) مطبوعاتي ناسته وکړه او دفاع وزیر  مټیس جیمز ته یې لیک استولی، هغوی افغانستان ته د امریکایې پوځیانو له استولو سره مخالفت ښودلی، او د جګړې د ختمولو لاره یې سیاسي حل او خبرې  وبللي، دوی د امریکا – افغان نوي تګلاري  ۶ میاشتني ځنډ په اړه هم د ټرمپ له ادارې څخه سپیناوی غوښتی دی، ویلي یې دي چې موږ ( امریکایان)  په افغانستان کې ګټونکي نه یو.
“Secretary Mattis is right – we definitely aren’t winning in Afghanistan.  And it’s completely unacceptable that 6 months into the new administration, President Trump and his advisors still can’t agree on a strategy,” said Rep. Ruben Gallego, a member of the House Armed Services Committee and a Marine Corps combat veteran
په تیره فیبروري میاشت کې په افغانستان کې د امریکایې قواوو مشر نیکولسن ویلي وو چې د افغانستان جګړه بن بست حالت کي ده، او کوم پرمختګ نه لیدل کیږي.
بل لور بیا د امریکا استخباراتي ادارې راپور ورکوي چې ددوی اټکل کوي چې په ۲۰۱۸ کې به د افغانستان حالت ډیر خراب شي.

لیکوال او شناند

نظرمحمد مطمئن

هیچ نظری موجود نیست: