۱۳۹۶ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

هلمند کې د شهید شوي خبریال عبدالصمد روحاني نهم تلین په مناسبت د قرانکریم ختم وشو.

هلمند کې د ازادو خبریالانو ټولنې لخوا د شهید عبدالصمد روحاني د نهم تلین  په مناسبت سره  چې د جوزا دمیاشتي له  ۱۹ مي  سره برابره ده، د قران کریم  ختم  شو او ټولو شهیدانو ته د مغفرت  دعا وشوه.

دې ولایت کې  په تیرو نهه  کلونو کې دری د ملي رسنیو خبریالان اودوه دمحلي رسنیو کار کونکي په بیلا بیلو امنیتي پیښو کې شهیدان  شوي دي، چې پخوا به يې د تلین  په مناسبت  غونډي کیدي او له مسولینو به  د هغوی د قاتلینو د نیولو کیدو غوښتنې کیدي، خو دغه غوښتنې  به یوازي   په ژمنو پایته ورسیدلي.
سږکال د ټولو خبریالانو تلینونه په یوه  نېټه  د غونډې په ځای قران کریم دختم   وشو او دهغوی پاکو روحونو ته  دعاوي وشوي، دخبریالانو دټولنې مسولینو وویل(( موږ نور نه غواړو له چارواکو بي ځایه  او تشي ژمني واخلو بلکي  دا ښه بولو چې د خپلو شیهد  شويو خبریالانو د ثواب په موخه د قران کریم ختم وکړو)).
هغوی له خپل همسلکانو غوښتنه وکړه چې د خپل امنیت دساتلو په موخه  د کار پرمهال، کور ته د تلو راتلو او ټول  وختونو کې د خپل ځانونو او خپلو کورنیو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
خبریالانو ژمنه وکړه چې د بیان ازادۍ او د مطبوعاتو ودې ته به دوام ورکوي او په دې برخه کې له چاه څخه ویره نلري، چې د ځيني  کړنیو او ډلو په غوښتنه خپل خبرونه جوړ او یايې  پریږ دي.
دیاولوده، نهه کاله وړاندي عبدالصمد روحاني چې له بي،بي،سي او پژواک اژانس  سره يې د خبریال په  صفت دنده ترسره کوله، د جوزا  په ۱۷ له ښار څخه لادرکه شو  یوه ورځ وروسته  يې د ښار په یوه څنډه  (بولان هدیره کې) جسد وموندل شو او په ۱۹ مه نیټه مارجي ولسوالۍ ته خارونو ته وسپارل شو.
تر هغه وروسته د نیویارک ټیمز خبریال نور احمد نوري د۲۰۱۴ کال دلومړۍ میاشتي په ۲۱مه نېټه  په مرموز ډول ووژل شو او تیر میلادي کال د نومبر دمیاشتي په څلورمه داریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر د لښکرګاه  ښار دوهمه امنیتي حوزه کې چې د جګړې لومړۍ کرښه وه د ماین  په چاودنه کې ووژل شول.


د محلي رسنیو کار کونکي هریو عبدالهادي همدرد هم دماین په چاودنه کې د په ګرشک ولسوالۍ کې او ممثل  نظرمحمد مجنونیار هم د همدي ولسوالۍ په نهرسراج سیمه کې دایساف په یوه برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

هیچ نظری موجود نیست: