۱۳۸۹ مرداد ۴, دوشنبه

رمضان بشردوست د ۱۳۸۸ کال شخصیت اودافغانستان گاندی:


آزادي راډیو هرکال د کال په لومړۍ ورځ د کال شخصیت معرفي کوي. د آزادۍ راډیو د کال شخصیت هغه افغان کېدای شي چې د سولې، ملي یووالي، د ډیموکراسۍ د پیاوړي کولو، د ټولنیز عدالت او بیارغونې په لاره کې افغانستان ته خدمت کوي. سږکال افغان سیاستوال رمضان بشردوست د آزادۍ راډیو شخصیت دی.
بشردوست په تېرو څو کلونو، او په خاص ډول په ۱۳۸۸ کال کې پرله پسې مطرح و. په تېر یوه کال کې ده د یوه خپلواک سیاسي شخصیت په توګه د هېواد د سیاست او ټولنیزو فعالیتو په ډګر کې څرګند حضور درلود، او تل یې د هغه څه پرضد د انتقاد ژبه خلاصه کړې وه چې دی یې بېعدالتي بولي.
د هېواد د سیاست په ډګر او په ولسي جرګه کې د خاصو مسایلو په اړه په بحثونو کې د بشردوست دریځ تقریباً تل له نورو سره توپیر درلود. بشردوست د ولسمشرۍ د څه باندې ۴۰ کاندیدانو په ډله کې له څو محدودو مطرح کسانو څخه و. ده د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د کمپاین په ترڅ کې تقریباً ټولو ولایتونو ته سفرونه وکړل، خو د بشردوست انتخاباتي کمپاین له نورو کاندیدانو سره واضح توپیر درلود، ځکه ده د انتخاباتي کمپاین لپاره په هغو موټرو او بسونو کې د هېواد مختلفو سیمو ته تګ راتګ کاوه چې عام خلک کار ترې اخلي.
له ۱۳۸۳ کال راوروسته بشردوست لومړی د کابل په شهرنو پارک کې او وروسته د ملي شورا د ودانۍ مخې ته یوه خیمه ودروله او هلته یې له خلکو سره لیده کاته پیل کړل.
دا د بشردوست خاصه طریقه وه، او ځکه ده ته په هېواد کې دننه او بهر افغانستان ته د نوې راغلې ډیموکراسۍ د یوه ممثل په سترګه کتل کېږي. د همدې ساده ژوند، شخصي تواضع او له ولس سره د نژدې اړیکو له وجې ځینو خلکو ده ته د افغانستان د ګاندي لقب ورکړ.

هیچ نظری موجود نیست: