۱۳۸۹ مرداد ۴, دوشنبه

دهلمند په سنګين او کجکي ولسواليو کي به پراخ پوځي عمليات پيل شی:


چارواکی وایی چی ددی ترڅنګ به په يادو ولسواليو کي دبيارغوني کارونه پيل کيږي ، سيميزه حکومتداري به جوړيږي ترڅوځا یی اوسیدونکو ته ښه خدامات واړاندی شی.
دهلمند دوالی مرستیال عبدالستار میرزکوال دشنبی په ورځ خبریالانوته وویل چی دغه عمليات به دهلمند په کجکي او سنګين ولسواليو کي ډیر ستر عمليات وي ، چي دپوځي چارو تر څنګ په پکي دبيارغوني پراخه بهير يو ځاى پيل کيږي .
ميرزکووال دجمعي په ورځ دکجکي ولسوالى ته تللى وه، او هلته يې له ځايې خلکو ، سمندري ، او برتانوي ځواکونو سره په دي سلاح شوي چې د ډاډمن امينت دراوستو په موخه به ډير ژر ديوه جوړ شوي پلان سره سم داعمليات پيل کړي .

ميرزکوال زیاته کړه چی په همدي ورځ دکجکي ولسوالي ته دامريکايې سمندري ځواکونو دورتلو
بهير هم پيل شوه اوډیر ږر به دکجکي ولسوالى ټوله واک د برتانوی ځواکونو څخه و امريکايې سمندري ځواکونو ته ور تسلیم شی .
دسنګین ولسوالی ترڅنګ دکجکی ولسوالى هم کرهنيز اهميت لری ،او ترڅنګ یی دهيوادپه کچه لوي دبريښنا دتوليد بند لري چي په ښه رغولو سره يې نږدي د نيم هيواد وګړي دبريښنا دتر لاسه کولو تمه لري خو وخت ناوخته دوسلوالو طالبانوله لوری په هلمند او کندهار دبریښنا مزی پریکیږی ،
او د یوشمیرولسوالیو دبریښنا پیسی هم دطالبانو له لوری ټولیږی .

ددی عملیاتو خبر په داسی وخت کی ورکول کیږی چی نږدي څلور مياشتي وړاندي ددي ولايت په مارجي ولسوالى کي هم دمشترک په نوم ستر عمليات تر سره شوه ، خودځايې اوسيدونکو په وينا څنګه چي یی تمه کيده دومر ه بريالي نه وه ،

هیچ نظری موجود نیست: