۱۳۹۰ خرداد ۷, شنبه

په هلمند كې د وسلوالومخالفينوپنځه كسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه


همدارنګه ددي ولایت دملي امنیت دمنسوبینوله لوري ګڼ شمیر وسلي او چاودیدونکي توکي نیولي دي .
په هلمند كې د ملي امنيت یوه سرچینه وايي چي ددوي د منسوبينوله لوری د تيرې يوې اونى په اوږدوكې په لښكرگاه اوڅلوروولسواليوكې دوه ميله پيكا ماشينگنې، نهه ميله كلاشينكوفونه،درى ميله ټي ټي تومانچې،۱۳حلقې ماينونه،دوه ميله ۳۰۳برټوپكونه اوڅلورريموډ كنټرولونه په بيلابيلوپلټنوكې ترلاسه كړي دي.
د يادې ادارې سرچينې وايي چې يادې وسلې اوچاوديدونكي توكي يې د وسلوالومخالفينولخوا په هلمند كې د "بدر" د عملياتوله اعلان وروسته نيولي دي.
په همدې حال كې د هلمند د ملي امنيت په هڅواوزياریوه پنحه کسیزه دله له جگړې څخه لاس واخيست اود سه شنبې په ورځ يې په سنگين ولسوالى كې خپلې وسلې د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند والي محمد گلاب منگل اود نورودولتي ادارومسؤلينوگډون درلود د سولې پروسې ته وسپارلې.
دغه كسان چې د سولې له پروسې سره يوځاى شول ددې مراسموپرمهال وويل چې تيرڅلوركلونه يې د دولت په مخالفت كې تيركړي اوپه همدې موده كې يې له ورانى او وروروژنې پرته بل څه نه دي ليدلي اواوس يې هوډ وكړچې د سولې له پروسې سره يوځاى اود هيواد په بيا رغونه اوپرمختگ كې ونډه واخلي.
دا په تيروڅومياشتوكې په سنگين ولسوالى كې د وسلوالوطالبانودوهمه ډله ده چې د سولې له پروسې سره يوځاى كيږي

هیچ نظری موجود نیست: