۱۳۹۰ خرداد ۸, یکشنبه

دهلمند په نوزاد ولسوالۍ كي دايساف په هوايې بريدكې 14 ملكې وګړي وژل شويدي .



دسيمي اوسيدونكې وايې چې دغه پيښه دنوزاد ولسوالۍ په سلام بازاركې شوي چې په ترڅ كې يې ددري كورنيو څخه 14 تنه چې ماشومان او ښځي هم پكي شاملي دي وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي دي.
چارواكې هم مني چې په ياده پيښه كې ملكي وګړي وژل شوي دي خو وايې چې په اړه يې پلټني پيل كړي او سيمي ته يې پلاوى ليږلى دى .
دهلمندولايت دنوزاد ولسوالۍ دسلام بازار دسيمي اوسيدونكې چې دوژل سوي كسانو جسدونه يې لښكرګاه ته راوړي وه خبريالانو ته وويل چې داپيښه دشنبي په ورځ غرمه مهال وروسته له هغه وسول چې طالبانو ددوى كلي ته نږدي دايساف په امنیتي پوسته ډزي وكړي اوبيا ايساف ځواكونو دطالبآنوپرځاى دملكي وګړو پر دري كورنو بمونه وغورځول چې په ترڅ كې يې پنځه نجونې اوه تنه هلکان اودوې ښځې وژل سوي ا وشپږتنه چې پکې درى ماشومان يوه ښځه اودوه تنه نورټپيان سوي دي.
دوى وايې لښكرګاه ته يې داتوتنوجسدونه راوړي دي چي څلورپكي ماشومان دي چې عمرونه يې ددوه او تو كلونو تر منځ دي .
ددوى په وينا چې څلور نور تر خاورو او ديوالونو لاندي دي او لس تنه نور ټپيان دي چې شپږ ايساف ځواكونو له ځانونوسره خپلو روغتونو ته وړي دي او څلور په سيمييزه روغتونوكې تر درملني لاندي دي .
دسلام بازار اوسيدونكی ويل چې دوژل شوي كسانو جسدونه يې ددې لپاره لښكرګاه ته راوړي وه چې چارواكو ته وښيې چې وژل شوي كسان طالبان نه بلكي ملكي خلگ دي.
دهلمند دوالي وياند داود احمدي هم ومنله چې پدی پيښه کی ملکی خلگو ته مرگ ژوبله اوښتی.
دده په وينا چې دهلمند والي دايساف ځواكونو له مسولينو څخه غوښتنه وكړه تر څو ددې پيښي پلټنه وكړي او سيمي ته يې پلاوى هم ليږلى چې په سوي بمبار كې دزيانونو او مرګ ژوبلي دقیقه شميره معلومه كړي.
ديادونې وړده چې په دي ولايت له ډيره وخته راپدي خوا دايساف ځواكونو په بمبارونوكې په ډلييزه توګه ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

هیچ نظری موجود نیست: