۱۳۸۹ اسفند ۱۶, دوشنبه

دهلمند له مرکزی محبس څخه ۲۶ تنه بندیان خوشی شول.


دهلمند ولايت له مركزې زندان څخه ۲۶ تنه بنديان خوشي او ۶۰ تنو نورو دبند په موده كي كمښت راغى.
دهلمند والي محمدګلاب وويل چې دغه بنديان په بيلابيلوجرمونو نيول شوي وه او دخپل بند يوه اندازه موده يې په زندان كي تيره كړي ده
دوالی په وینا چی دغه بندیان دولسمشر ديوه فرمان له مخي دميلاد نبوي دورځي په مناسبت ازادكړل شوي.
دغه بنديان دهلمند ولايت ترڅنګ ديوشمير نورو ولايتونو اوسيدونكې وه او دولسمشر ديوه فرمان له مخي دميلاد نبوي دورځي په مناسبت ازادكړل شوي
دهلمند والی له دوى څخه غوښتنه وكړه چې له دي بند څخه وروسته په ناقانونه كړنو لاس پوري نكړی اوعادي ژوند پيل كړي.
دهلمند والي محمدګلاب منګل وویل چې دغه ازاد كړل شوي كسان په سياسي ، جنايې دمخدره موادو قاچاق او نورو جرمونو نيول شوي وه.
ددي زندان سرپرست ډكروال راز محمد وایی چې په ازادكړل شوي بنديانوكي داسي كسان هم ووه چې لس كاله قيد پرې راوتلۍ وو.
نوموړي وويل چې په دي زندان كي بنديانو ته هر ډول اسانتياوي برابري شوي دي او ترڅنګ يې دسواد زده كړي او حرفوي كورسونه هم فعاله دي .
دننني ازاد كړل شوي بنديانووپه اړه يودولتي چارواكۍ چې له نوم ښودلوڅخه ډډه كوي وويل چې څارونوالى دپيسو اوواسطو له مخي يو شمير كسان دي پروسي ته ورپيژندلي دي.
نوموړي وويل چې په دي زندان كي داسي كسان هم سته چې ډير لږ جرم لري چې هغه ياخوپه اداري فساد اوياهم د لږمخدره توكو په تور نيول شوي وي خوڅارونوالي په دي پروسه كي دډيرلويو جرمونوكسان خوشي كړي دي.
ددغه دولتي چارواكي په وينا چې په دغه ۲۶ كسانو دري ځان وژنكي خوشي شوي چې يوازي يويادوه كاله په زندان كي تير كړي دي .
ديادوني وړده چي اوس هم په دي زندان كي دچارواكو په وينا ۸۲۰ تنه زندانيان دبند شپي ورځي تيروي چې شپږ ښځي اوڅلور ماشومان شامل دي .

هیچ نظری موجود نیست: