۱۳۸۹ دی ۱۹, یکشنبه

په لښكرګاه كي ديو روغتيايې مركزاومسلكي ليسي وداني جوړ او ګټي اخيستو ته وسپارل شو.



ځايې چارواكي وايې چی ددغه دواړو ودانيو لګښت ددی ولایت دولايتي بيارغوني دټيم له لوري وركول شوي دي

دهلمند په ولایت کی داداره او اقتصاد مسلکی ښوونځی د هلمند والی ښاغلی ګلاب منګل ، ددی ولایت د ښوونی او روزنی رئیس او د نوموړی ښوونځی یو شمیر ښوونکو لخوا پرانستل شو.
ښاغلی ګلاب منګل ددی ودانی پرانستل د ښوونی او روزنی ښه والی په لور یوه مهمه ګام وباله او د دی پروژی مالی ملاتړ لپاره یی د دنمارک له هیواد څخه مننه وکړه..

والي وزياته كړه چې وړاند ي تردي په هلمندكي يوازي دوه مسلكي ليسي وي چې دكرني په برخه كي زده كونكوته پكي زده كړي وركول كيدي .
دده په وينا چې اوس پنځه نوري مسلكي ليسي هم دپوهني دوزارت دتخنيكی او مسلکی معينت په چوكاټ كي
منظورشوي دي چې يوه یی اوس پرانسل شو
.
همدارنګه دهلمند والی وايي چی په لښكرګاه ښآر كي یو كلينيك جوړ او ګټي اخستني ته وسپارل سوو
نوموړی وایی چی دغه كلينيك ددوه سوه اويا زره امريكايي ډالروپه مالي لګښت د شپږو مياشتو په مو ده كي جوړه سوي دى چي مالي لګښت يي په هلمند كي دميشتي پي ار ټئ يا ولايتي بيارغوني دټيم له لوري وركول سوى دى.
همدارنګه والی وویل چی ددی کلینیک په ساختمانی چارو کی ‏څه ستونځی موجود دی چی آړونده شرکت موظف دی تر څو خپل کاری کیفیت ته بهبود ورکړی.

والی وویل تر دی دمخه ددې كلينيك ټولي چاري په يوه خيمه كي ترسره کیدی .
نوموړی زیاته کړه چی شپاړس تنه ډاكتران به په دي روغتيايي مركز كي كار وكړي او دمختار په سيمه كي به ټولي ناروغۍ تداوي كړي

هیچ نظری موجود نیست: