۱۳۸۹ آذر ۱۶, سه‌شنبه

دهلمند ولایت علماوو دیوی فتواپه صادرولو سره دكوكناروكر،توليداوقاچاق حرام وباله


هلمند هغه ولایت دی چی څوکاله وړاندی کرونده ګروخپل په ټولو ځمکوکښی یی کوکنار کرل خو اوس مهال
دکوکنارو په کروند کی څه ناڅه کمښت راغلی . خو بیا هم ددی ولایت علماوو دیوی فتوا په صادرولو سره دكوكناروكر،توليد اوقاچاق حرام او یو نا روا کار وباله.

په هلمند كې سلگونوديني عالماوو ديوې فتوا په صادرولو سره دكوكناروكر،توليداوقاچاق حرام وباله.
دغه ديني علماوو ديوې غونډې په ترڅ كې له كروندگرو څخه وغوښتل چې دكوكناروله كرڅخه لاس واخلي اودحلالوتوكوكرلو ته مخه كړي.
په همدې حال كې امنيتي مسؤلين هم وايي چې لسگونه هغه كسان يې دهلمند په ځينوولسواليوكې نيولي چې كوكناريې كرلي وو.

هغه پراخه غونډه کی چی ددی ولایت ددینی علمانوپه راغونډیدوسره جوړه سوی وه دینی علماوو په دی ولایت کی دكوكناركښت د شریعت خلاف وباله اوزياته يې كړه چې دامهال په دې ولايت كې په رز ګونه تنه نارينه اوښځينه وو په نيښي توكو اخته دي.
دوى له كروندگرو څخه وغوښتل چې دكوكنارو له ناروا اوحرام بوټي له كركيلې لاس واخلي اود روا حاصلاتولاسته راوړلوته مخه كړي .

په دې غونډه كې دهلمند دوالي مرستيال عبدالستارميرزكوال هم ګډون کړی وو ده وويل چې په دې ولايت كې ډيره پاملرنه دنيشیي توكوپه وړاندې مبارزې ته شوې اوپه دې برخه كې زيات لگښتونه هم ترسره شوي دي
چې ښې پايلې يې په لاس راوړې دي.

دیوه بل خبر له مخی دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انگاروايي چې پوليسو یو شپیته هغه كسان هم نيولي چې په گرمسير،ناوې اولښكرگاه اړوند سيموكې يې له خبرداري سره سره په خپلوځمكوكې كوكناركرلي وو.

هیچ نظری موجود نیست: