۱۳۹۱ دی ۱۱, دوشنبه

نرګس ولي امريکايې سلاکار وواژه؟

څه ډول يوه ايرانۍ ميرمن وتوانيدله چي د پوليسو ليکو کي دنده ترلاسه کړي؟ څه ډول يې وکولای شول چې د حوزي څخه د کورنيو چارو وزارت ته ځان ورسوي؟ ولي په پنځه کلونو کي ښکاره نه شوه چي دغه ميرمن رواني ناروغي لري؟ په داسي حال کي چي په پوليسو کي د دنده لرونکي ټول طبي معاينات  په بشپړ ډول سره ترسره کيږي.
داچي د مصر پوځ افغان پوليسو ته راپور ورکړی وو چي ميرمن نرګس رواني ناروغي لري، ولي يې په اړه پلټنه او څيړنه په هغه وخت کي ونه شوه؟
نرګس له رواني ناروغي سره سره په تیرو پنځه کلونو کي ولي د کورنيو چارو وزارت لوړ رتبه او يا ټيټ رتبه چارواکی په نښه نه کړل؟ هغه ولي په دغه ځانګړې ورځ له بهرنيو چارو وزارت څخه کابل ولايت ته ولاړه او هلته يې بهرنی امريکايې په تومانچه وويښت؟
مهمه داده چي د امريکايې تر ويښتلو وروسته يې ولي پر خپلو افغان همکارانو او مامورينو ډزي ونه کړې؟
ډيری څيړونکي او شنونکي غوښتنه لري چي ځيني ناپيېلی، ازادي او خپلواکه اداري دي دغه مسئله په سم ډول سره وڅيړي او رښتوني پايلي دي افغان ولس ته وړاندي کړي. دغه تمه ډيره د بشر حقوقو، ازادو حقوقي ادارو، ازادو رسنيو او ملګرو ملتونو څخه کيدای شي.
د ډسمبر مياشتي پر ۲۴مه ښځينه پوليسي ميرمن نرګس د تومانچي په يوه ډز سره امريکايې سلاکار وواژه. دغه خبر ډير ژر رسينو خپور کړ او دغه پيښه يې د خپل ډول لومړنۍ وبلله.
مخکي له دي رښتيا هم د اردو او پوليسو نارينه کسانو بهرنيان ويشتلي او وژلي، خو داچي دميرمنو له خوا لومړنۍ پيښه وه، اوبل خوا مړ شوی بهرنی امريکايې دی، دي پيښي اوس بېلابېل سوالونه را پيداکړي دي.
د کورنيو چارو د وزارت لومړنۍ پلټني داسي اعلان شوي: ميرمن نرګس ايرانۍ ده، لس کاله يې کيږي  چي د افغان سړي سره يې واده کړی دی، پنځه کلونه يې د پوليسو په بېلابېلا ادارو کي دنده درلودله، افغان تابعيت يې د خپل خاوند د تذکري په ښودلو او ضمانت کي ترلاسه کړی دی، رواني ناروغي يې درلودله، مصرته د لنډ وخت له پاره د پوليسو له خوا استول شوي وه، دهغه ځای راپور هم ښيې چي رواني ناروغي يې لرله.
د ډسمبر پر ۲۶مه د نرګس له کورنۍ سره د رويټرز اژانس مرکه کي نوي خبره داده چي دهغي ځوی سعيد ۱۶کلن او لوريې فاطمه ۱۳ کلنه ياده شوي، سعيد او فاطمه وايې چي مور يې رواني ناروغي درلودله، پوليسو کي دنده  يې د کورني اقتصادي ستونزو له امله وه.
رويټرز اژانس دانه دي ويلي چي نرګس ايرانۍ ده، يواځي دايې ليکلي چي د هغي د اوسيدو په اطاق کي ايرانۍ سي ډي ګاني وي.
ځيني ناتايد شوی راپورونه داهم وايې چي کيداي شي، نرګس دغه امريکايې د ځينو مذهبي او کلتوري لاملونو له امله ويشتلی وي.
داسي بريښي چي ميرمن نرګس به هم د نورو له غرب څخه راغلو چارواکو په ډول دوه تابعيته لري، چي د افغانستان او ايران به وي، داچي دهغي ميړه او اولادونه افغانان دي، له دي امله په بشپړ ډول هغي ته ايرانۍ نشي ويل کيدلای.
داچي ميرمن نرګس پوره پنځه کلونه د پوليسو سره دنده ترسره کړي، او ددوی په وينا لس کلونه يې دواده کيږي، نو اوس به په بشپړه توګه د افغاني کلتور څخه متأثره شوي وي، که چيرته هغه  ايرانۍ هم وي؟  مهمه داده چي اوس به  ځان ته افغانه وايې، داچي په خپله خوښه يې افغان خاوند غوره کړی دي، داهم ددي معني ده چي له افغانانو او کلتور سره به يې مينه وه، نو بيا هم دا خبره ناسمه ده چي وويل شي دا ميرمن په بشپړ ډول سره ايرانۍ ده.
که چيرته ميرمن نرګس د ايران له استخباراتو سره لاس درلودلای، نو ولي يې داکار لا ترمخه نه کاوو، کيدای شي ميرمن نرګس د جنډر (ښځه او نر) د موضوع څخه په استفادي د بهرنيانو په لويو مجلسونو کي تردي دمخه هم ګډون کړی وي، ولي يې هلته پر بهرنيانو ډزي ونه کړي؟
ځينې شنونکي په دي نظر دي چي د افغانستان حکومت به له دي امله دغه ميرمن ايرانۍ ښئې تر څو نور افغان ښځينه پوليس ونه هڅول شي چي ورته بريدونه پر بهرنيانو وکړي، لکه چي نارينه افغان پوليسو يو له بل څخه د بهرنيانو د وژلو الهام واخيست او دغي لړۍ ډير زور واخيست.
دوېيم داچي امريکا به له دي لاري د ايران حکومت تر لانور فشار لاندي راولي چي د افغانستان په کورنيو مسئلو کي مداخله کوي او دلته خپل جاسوسان لري.
داچي ميرمن نرګس دري ژبي ده نو ښه توجيه کيدلای شوای چي په ايران پوري وتړل شي. که چيرته پښتنه وای ليري نه وه چي د پاکستان په هيواد پوري تړل شوي وای.
هغه راپور چي رويټرز اژانس خپور کړی چي د ميرمن نرګس ځوی سعيد ۱۶ کلن او لوريې فاطمه ۱۳ کلنه ده، دغه مسئله نوره هم پيچلي کوي، څنګه کيدای شي چي دواده يې لس کلونه کيږي او ځوی  يې ۱۶ کلن وي، په راپور کي داهم نه دي ويل شوی چي د  ميرمن نرګس خاوند دوه ښځي لري
نظرمحمد مطمئن

هیچ نظری موجود نیست: