۱۳۹۰ مهر ۱۸, دوشنبه

دهلمند دامنيتی چارواكې وايي په دغه ولايت كې يې د پاكستان داستخباراتي ادارې (ISI)بل پلان شنډ کړ.


دهلمند دامنيه قومندانۍ چارواكې وايي په دغه ولايت كې يې د پاكستان داستخباراتي ادارې ( اى ايس اى) بل پلان شنډ كړ.

ددغه ولايت دامنيت امر سمونوال كمال الدين شيرزى وايي ددې تر څنګ چې يو شمېروسلې ، مهمات او چاودېدونكي توكي يې نيولي زياتوي چې خوصوصي امنيتې كمپني دامنيت دټينګښت په نامه فساد او غلاوو ته لار هواروي.

دامنيت امر وايي پنځه تنه وسله وال طالبان يې له يو شمېر ولسو او چاودېدونكو توكو سره نيول دي.

شير زى وايي په بيلابيلو عملياتو كې يې اته ماينونه ،۳۳ شريدونه ،۱۱۹۲۰ دپيكا او ۳۰۰ دكلاشينكوف مرمۍ يې له ۲۰ پايو مخابرو ۱۵ ميله كلاشينكوفونو او دوه ميله پيكا سره نيولي دي.

بل خوا دهلمند دګرشك ولسوالۍ امنيه قومندان سمونمل ښادي خان وايي چې دګرشک ولسوالی پولیسو هغه مازدا موټر ونیو چی دګڼو چاودیدونکو توکو،نظامی اوجنګی سامانونو څخه ډک پاكستان ته څيرمه په سپين بولدك ولسوالي كې بار شوى وو .


ښادی خان وویل د ټنونو ټنونو چاودیدونکو توکوترڅنګ دمخابری هغه ستره دستګاه په دی
مازداموټر کی بار شوی وه چی کولی یی شول په ټول افغانستان کی هم دولتی مخابری کشف کړی او هم دهیواد په ګوټ ګوټ کی کار وکړي.

ښادی خان وویل ګرشک ته څیرمه داوپاشک په سیمه کی پولیسو تلاشی کوله چی په دغه موټر كې دډيرو چاودېدونكو توكو په موندلو بريالي شول.

هغه وويل دغه چاودېدنكي توكې دګرشك ولسوالۍ تر څنګ هرات ولايت ته دورانكاريو په موخه وړل كيدل.

ښادی خان وایی په دی کی دپاکستان دپټ څاری ادارې ( اى ايس اى) لاس وو.
ديادولو ده چې په دې وروستيو كې دهلمند دټولو امنيتي ادارو لاسته راوړنې دنور كله په پرته زياتې شوي دي.

هیچ نظری موجود نیست: