۱۳۹۰ خرداد ۲۹, یکشنبه

دهلمندقومي مشران او ديني عالمان: دامنتي چارودانتقال دپروسي ملاټركوو.


دهلمند سلګونو قومي مشرانو اوديني عالمانو له ايساف ځواكونو څخه افغان ځواكونوته دامنتي چارو دمسوليت دليږد ملاټر وكړ.
هغه غونډه چې په امينه قوماندانى كي په همدي موخه جوړه شوي وه قومي مشرانو ،ديني عالمانو ،دولايتي او اصلاحي شوراګانو مسولينو د وينا وو تر څنګ دليږد دپروسې ملاتړ وكړ.
دهلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار په خپله وينا كې دهلمند له قومي مشرانو اوديني عالمانوڅخه غوښتنه وكړه چې له پوليسو او امنتني ځواكونو سره دامنيت په ساتلو كې مرسته وكړي.
نوموړي دهلمند اولس ته ډاډ وكړي چې پوليس او ټول امنيتي مسولين به ورسپارل شوي دنده په سمه توګه پرمخ بيا يې او هغه نيمګړتياوي چې دوى يې لري دمشورو له لارې ورته په ګوته كړي.
قوماندان زياته كړه كه څه هم پوليس په پرمختلليو وسلو او تجهيزاتو ندي سمبال خو بيا هم كولى شي چې په همدي امكاناتو له بهرنيو ځواكونو څخه دامنيتي چارو مسئوليت په خپله غاړه واخلي.
انګار دا ونه ويل چې څومره پوليسو به دلښكرګاه ښار دامينت دچارو مسوليت په غاړه اخلي خو زياته يې كړه چې دهيواد په كچه دهلمند پوليس دبهرنيو ځواكونو لخوا په كافي اندازه روزل شوي دي او دخلكو سره دښه چلند او دجرم دمخنيو توان لري.
دولايتي شوراه يو تن غړي علي احمد وويل چې دوى په ټوله كې ددې پروسي ملاټركوي خو زياته يې كړه تر ټولو دامهمه ده چې اداري فساد مخه ونيول شي چې اوس مهال فساد اوج ته رسيدلى او دخلكو فاصله يې له دولت سره زياته كړي ده.
همداراز د اصلاحي شوراه ريس عبدالا احد هلمند وال په خپله وينا كې وويل چې افغان ځواكو نه دي په وسلو او نورو جنګي تجهيزاتو سمبال شي.
نوموړي زياته كړه چې داداري فساد ستونزه دټولو بد بختيو سر چينه ده ځكه داسي مامورينو په هلمندكې دنده ترسره كوي چې په دوه كلونوكې يې لسګونو لوړ لوړ كورونه جوړ كړي دي چې له دي سره دخلكو باور پرحكومت كم شوى دى او بايد پوښتنه يې وشي.
نوموړي زياته كړه په داسي حالاتو كې څوك كولى شي چې له نظامي برخي څخه داصلاح غوښتنه وكړي.
همداراز دكجكي ولسوالۍ يوبل قومي مشر عبدالاحد معصومي نيوكه وكړه چې په دولت دننه او بهركې واك دقاچاقبرانو دي نو له دې امله دولت نه دامنيت او نه هم دبيارغوني په برخه كې پرمختګ كولى سي.
نوموړي زياته كړه چې اداري او رياستونو په كابل او خپله په ولايت كې په پيسو رانيول كيږي او دخاصو موخو لپاره كاركوي نو په داسې حال څوك له يو پوليس او سرتير دښه كار هيله لرلى شي
معصومي له مركزي دولت څخه غوښتنه وكړه چې دفساد مخه دي ونيسي تر څو ټول نظام دقانون پرخوا روان او ستونزې هوارې شي.
دده په وينا كه څه هم تردي مهاله دپوليسو په ليكوكې نيمګړتيا وي شته خو بيا يې هم په ډيرچټكۍ سره بدلون كړي ،ښه روزل شوي او كولى شي چې د اولس په مرسته دامنيتې چارو مسوليت په خپله غاړه واخلي.
ټاكل شوي چې دلښكر ګاه او شا او خوا سيمو امنيتي چارې به له بهرنيو ځواكونو نه په راتلونكې څنګاښ مياشت كې افغان ځواكونو ته وسپارل شي.

هیچ نظری موجود نیست: